دوکي (شال نیوز) : پولیس وايي، د بلوچستان د دوکي ضلعې په پلري سیمه کي لسګونو وسله والو د سړک جوړولو د یوه شخصي شرکت پر کمپ برید کړی، یو ساتونکی یې وژلی، بل یې ژوبل کړی او ۱۲ مزدوران یې له ځان سره بیولي دي.
د دوکي د پولیسو مشر منصور احمد بزدار ویلي، شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ وسله وال د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په سهار د سلطان محمود په نوم د یوه شخصي شرکت د سړک جوړولو کمپ ته ورغلي وو. د هغه په وینا، په هغه وخت کي مزدوران په کمپ کي دمه وو.
منصور بزدار ویلي، بریدګرو لومړی د کمپ پر ساتونکو ډزې وکړې. یو شخصي ساتونکی ووژل شو او بل ژوبل شو. وسله والو وروسته په کمپ کي ولاړ څلور ګاډي هم وسوځول.
د پولیسو په وینا، وسله والو د مزدورانو شناختي کارډونه کتلي او بیا یې ۱۲ کسان له ځان سره بیولي دي. چارواکي وايي، تښتول شوي مزدوران د خېبر پښتونخوا او پنجاب اوسېدونکي دي.
تر اوسه د تښتول شویو کسانو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او کومې وسله والې ډلې د برید او تښتونې مسوولیت نه دی منلی.
په بلوچستان کي په وروستیو میاشتو کي پر هغو مزدورانو او ساختماني کارکوونکو هم بریدونه شوي چې د پاکستان له نورو صوبو څخه د کار لپاره دغه صوبې ته ورغلي دي.
د اګست په میاشت کي په پشین ضلع کي د سړک جوړولو پر یوه ځای برید کي د پنجاب پنځه مزدوران وژل شوي وو. تر دې وړاندې په جولای کي د کېچ ضلعې په کلتک سیمه کي د شپږو تښتول شویو مزدورانو مړي موندل شوي وو؛ هغوی د پنجاب او خېبر پښتونخوا اوسېدونکي وو.
په همدې سپټمبر میاشت کي د قلعه عبدالله له یوې کروندې څخه هم پنځه مزدوران تښتول شوي وو چې د چارواکو په وینا د پنجاب اوسېدونکي وو.
په بلوچستان کي بلوڅ وسله والو ډلو په تېرو کلونو کي پر امنیتي ځواکونو، حکومتي ودانیو، د پرمختیا پر پروژو او د پاکستان د نورو صوبو پر اوسېدونکو بریدونه کړي دي. خو د دوکي د سپټمبر ۲۶مې د برید په اړه
تر اوسه داسې کومه خبره نه ده شوې چې د بریدګرو هویت په ډاګه کړي. پولیس وايي، د تښتول شویو مزدورانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.


نعيم اچکزئي