فارس (شال نیوز) : د ایران د فارس ولایت په کازرون کې د ساساني دورې د پاچا شاپور لومړي د شاوخوا ۱۷۰۰ کلنې مجسمې د ساتنې او رغولو کار پیل شوی دی. د دې پروژې لومړی پړاو د مهر میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی او د شاپور په غار کي د دې تاریخي مجسمې رغول او ساتنه یې مهمه برخه ده.

 

د شاپور مجسمه د یوې طبیعي ډبرې له ستنې تراشل شوې او شاوخوا شپږ تر اووه متره لوړوالی لري. دا د ساساني دورې د مجسمه جوړونې له مهمو پاتې اثارو ګڼل کېږي.

 

د شاپور غار د کازرون د تنګ چوګان په غرونو کي د بیشاپور لرغوني ښار ته نږدې پروت دی. بیشاپور د ساساني دورې له مهمو ښارونو څخه و او د شاپور لومړي د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و.

 

په سیمه کي د ساساني دورې یو شمېر نور تاریخي اثار او پر ډبرو کښل شوي انځورونه هم شته چې د شاپور لومړي د واکمنۍ او له روم سره د هغه د جګړو صحنې پکي لیدل کېږي.

 

شاپور لومړی د ساساني واکمنۍ دویم پاچا و او په درېیمه میلادي پېړۍ کي یې واکمني کوله. د هغه د واکمنۍ یوه مشهوره پېښه په ۲۶۰ میلادي کال کي له رومي ځواکونو سره جګړه وه چې د روم امپراتور والرین پکي د ساساني ځواکونو لاس ته ورغی.

 

د شاپور مجسمه په تېرو پېړیو کي له خپل ځایه لوېدلې وه او د اوږدې مودې لپاره د غار پر ځمکه پرته وه. دا مجسمه په ۱۳۳۰مه لمریزه لسیزه کي بېرته ودرول شوه، خو د لاسونو او پښو ځینې برخې یې له منځه تللې دي.

 

د نوې پروژې په لومړي پړاو کي د مجسمې د ډبرې حالت، واړه درزونه او هغه عوامل څېړل کېږي چې تاریخي اثر ته زیان رسولای شي. د دې څېړنو له بشپړېدو وروسته به د رغولو او اوږدمهاله ساتنې نور کارونه ترسره شي.