کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان اعلا وزیر ،سرفراز بګټي، ویلي دي، چې دی په صوبه کې روان وسله وال تاوتریخوالی «بغاوت» نه ګڼي او وايي، ځینې ډلې د بلوچ شناخت په نوم بېلتون غوښتونکي فکرونه خپروي.

 

بګټي په کوټه کې د نیشنل ورکشاپ ګډونوالو ته د وینا پر مهال ویلي، د هغه په نظر په بلوچستان کې روانه وسله واله شخړه یوازې له وروسته پاتې والي، بې‌ وزلۍ یا د پرمختیا له نابرابرۍ سره تړل سمه خبره نه ده.

 

هغه ویلي، حکومت به د وسله والو ډلو پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړي او په عین وخت کي به په صوبه کې د پرمختیا او د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي. سرفراز بګټي د بلوچستان په اړه هغه دریځ هم رد کړی چې وسله وال تاوتریخوالی د صوبې د سیاسي او اقتصادي محرومیت مستقیمه نتیجه بولي.

 

دا د بلوچستان د اعلا وزیر سیاسي دریځ دی. بلوچ ملتپال ګوندونه، د حکومت منتقدین او بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان د شخړې د علتونو په اړه بېل نظرونه لري او د سیاسي واک، سرچینو، جبري لادرکیو او د مرکز او صوبې ترمنځ د اړیکو موضوعات د خپلو شکایتونو برخه بولي.

 

بلوچستان په وروستیو کلونو کې د وسله والو بریدونو، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او سیاسي کړکېچ شاهد پاتې شوی دی.