کیچ (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د بلوچستان په کیچ ضلعه کې د ایران پولې ته نږدې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو وسله وال وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، عملیات ،د سپتمبر په ۲۵مه، د کیچ د مزبند غرونو په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.
سرچینې وايي، امنیتي ځواکونو په سیمه کي د وسله والو حرکت څارلی و او وروسته یې عملیات پیل کړل. د دوی په وینا، یو وسله وال په نښته کي ووژل شو. پاکستاني سرچینې وايي، وسله والو د ایران پولې پر لور د وتلو هڅه کوله، خو تر اوسه په دې اړه نور کره جزییات نه دي ورکړل شوي.
چارواکي وژل شوی کس له یوې بلوچ وسله والې ډلې سره تړي، خو نوم او هویت یې نه دی اعلان شوی. تر اوسه کومې بلوچ وسله والې ډلې د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د پاکستاني امنیتي سرچینو د عملیاتو، د وژل شوي کس د هویت او د ایران پولې پر لور د هغه د تګ د خبرې خپلواک تایید نه دی شوی.


نعيم اچکزئي