کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت د وسله والو فعالیتونو په تور د ۴۰ کسانو مقدمې د لومړي ځل لپاره د «بې مخ قاضیانو» نوي عدالتي نظام ته سپارلې دي.
د دې نظام له مخې به د مقدمې د اورېدو پر مهال د قاضي پېژندنه له تورنو کسانو پټه ساتل کېږي. چارواکي وايي، هدف یې د هغو قاضیانو امنیت دی چې د وسله والو فعالیتونو او نورو حساسو قضیو مقدمې اوري.
د پاکستان د نیوز ورځپاڼې ،د سپتمبر د ۲۵مې، د راپور له مخې، دا مقدمې د نوي قانون له مخې دغه نظام ته سپارل شوې دي. د بلوچستان حکومت وايي، هڅه کوي چې د امنیت له خطر سره مخ مقدمې د قانوني عدالتي بهیر له لارې پر مخ ولاړې شي او قاضیان له احتمالي ګواښونو خوندي وساتل شي.
چارواکو تر اوسه د هغو ۴۰ کسانو بشپړ نومونه او دا جزییات نه دي خپاره کړي چې پر هر یوه یې په مشخص ډول کوم تورونه لګېدلي دي. په دغو کسانو د وسله والو فعالیتونو تورونه لګېدلي، خو مقدمې یې لا روانې دي او جرمونه یې په عدالت کي ثابت شوي نه دي.
د «بېمخه قاضیانو» نظام په بلوچستان کي نوی دی او د عملي کېدو څرنګوالی به یې د قانوني او بشري حقونو د ادارو له خوا هم څارل کېږي.


نعيم اچکزئي