واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا سي اېن اېن او اېم اېس ناو خبري شبکې وايي، سره له دې چې د امریکا یوه فدرالي عدالت سپینې ماڼۍ ته د دوي د خبریالانو پر ورتګ لګېدلی بندیز ختم کړی، خبریالانو یې د سپینې ماڼۍ د رسمي مېلمستیا له نږدې د راپور ورکولو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
د دواړو شبکو خبریالانو ویلي، د عدالتي حکم وروسته د پنجشنبې ،د سپتمبر په ۲۴مه، په سهار بیا سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه، خو د رسمي مېلمستیا پر مهال یې خبریالان مراسمو ته پرېنښودل شول.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي، د عدالت حکم دا معنا نه لري چې دغو رسنیو ته دې د سپینې ماڼۍ د هرې غونډې او هرې ځانګړې پېښې د راپور ورکولو اجازه ورکړل شي.
اداره وايي، سپینه ماڼۍ لا هم دا واک لري چې د ځانګړو مراسمو لپاره وټاکي چې کوم خبریالان او رسنۍ به ګډون کوي. سي اېن اېن او اېماېس ناو بیا ویلي چې د عدالت له حکم وروسته هم د دوی د خبریالانو پر کار محدودیتونه دوام لري.
د دغو رسنیو سپینې ماڼۍ ته پر ورتګ بندیز وروسته له هغه لګېدلی و چې ولسمشر ټرمپ د دوی پر خبرونو نیوکې کړې وې. رسنیو د دې پرېکړې پر ضد عدالت ته مراجعه کړې وه.
عدالت په خپل لومړني حکم کي د خبریالانو پر ورتګ بندیز ځنډولی او سپینې ماڼۍ ته یې ویلي وو چې د هغوی رسنیز کارتونه او عمومي لاسرسی بېرته فعال کړي.
خو د رسمي مېلمستیا وروستۍ پېښه ښيي چې د ټرمپ د ادارې او دغو خبري ادارو ترمنځ سپینې ماڼۍ ته د خبریالانو د ورتګ پر سر لانجه لا روانه ده.


شال نیوز