چمن (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د بلوچستان د چمن په سیکټر کې د ډیورنډ کرښې پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او پاکستاني ځواکونو په ځوابي برید کې څو افغان طالبان وژلي او د هغوي یو شمېر پوستې یې ویشتلې دي.

 

د پاکستان سرکاري راډیو ،د سپتمبر په ۲۵مه، د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، افغان ځواکونو د پولې په اوږدو کې ډزې کړې او د پاکستان خاورې ته یې د ننوتلو هڅه کړې وه. د سرچینو په وینا، پاکستاني پوځ په ځواب کې پر هغو افغان پوستو بریدونه وکړل چې ،د دوي په خبره، په نښته کې ترې کار اخیستل کېده.

 

پاکستاني سرچینې وايي، په دې بریدونو کې له کواډکاپټر او مارټر ډزو کار اخیستل شوی او څو پوستې ویجاړې شوې دي. دوي د «څو افغان طالبانو» د وژل کېدو خبره هم کوي، خو د وژل شویو کره شمېر او هویت یې نه دی ښودلی.

 

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي هم د امنیتي سرچینو له قوله د چمن د نښتې خبر ورکړی او وايي، چې پاکستاني ځواکونو د افغان طالبانو پوستې په مارټر او کواډکاپټر ویشتلې دي.

 

افغان چارواکو تر اوسه د چمن د دې مشخصې نښتې په اړه جلا تفصیلي بیان نه دی خپور کړی. د افغان طالبانو د مرګ‌ ژوبلې او د پوستو د ویجاړېدو په اړه د پاکستاني سرچینو خبرې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

دا راپور وروسته له هغه خپرېږي چې پاکستاني سرچینو تر دې مخکې د بلوچستان په ګلستان سیکټر کې هم د نښتې خبر ورکړی و. هغوي ویلي وو چې افغان طالبانو د پاکستان خاورې ته د ننوتلو هڅه کړې او په ځوابي ډزو کې څو افغان طالبان وژل شوي دي.

 

د ګلستان په اړه پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د دواړو خواوو ترمنځ له نیمې شپې وروسته هم وخت ناوخت ډزې روانې وې. د دغې نښتې د مرګ‌ ژوبلې خپلواک تایید هم نه دی شوی.

 

په همدې وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی دی. پاکستان د سپتمبر پر ۲۴مه ویلي وو چې د افغانستان په کندهار، پکتیا او خوست کې یې یو شمېر هدفونه ویشتلي دي.

 

پاکستان وايي دا بریدونه یې له افغانستانه د ډرونونو د ورننوتلو په ځواب کې کړي وو؛ افغان طالبانو د ډرونونو د لېږلو خبره رد کړې او د پاکستان هوايي بریدونه یې غندلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ویلي وو چې افغانستان به د پاکستان بریدونو ته «مناسب ځواب» ورکړي.

 

د چمن او ګلستان وروستي راپورونه ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان پوځي کړکېچ اوس د بلوچستان پر ډیورنډ کرښه هم د مستقیمو نښتو تر پړاو رسېدلی دی.