د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی، چې د مې په ۶مه به په ټوله صوبه کې د “قلم پرېښودو” هړتال ترسره شي. د اعلی وزير سهیل آفریدي په وینا، دا ګام ځکه اخیستل کېږي چې د وفاق له خوا له صوبې سره ناعادلانه او امتيازي چلند کېږي.

 

هغه وویل چې وفاقي حکومت د اېن اېف سي اېوارډ، برېښنا او ګېس په برخو کې د خیبر پښتونخوا حقونه نه ورکوي او په قصدي ډول يې له پامه غورځوي. اعلی وزير دا هم زیاته کړه چې په دې هړتال کې به بیړني خدمات شامل نه وي او هغوي به خپل کار ته دوام ورکوي.

 

نوموړي پر دې هم نیوکه وکړه چې پخواني وزیر اعظم ،عمران خان، او د هغه مېرمنې ،بشریٰ بي بي، ته د شخصي ډاکټرانو تر څار لاندې د درملنې اسانتیا نه ورکول کېږي، او عمران خان ته د کورنۍ غړو او وکیلانو سره د لیدو اجازه نه ورکول غیر انساني او غیر قانوني عمل دی.

 

سهیل آفریدي له وکیلانو وغوښتل چې د قانون او اساسي قانون د ملاتړ لپاره دې په دې هړتال کې برخه واخلي.

 

د “قلم پرېښود” هړتال داسې یو هړتال وي چې پکې حکومتي چارواکي خپلو دفترونو ته راځي خو هغوي هېڅ د لیک، لاسلیک یا د لیکلو پورې  تړلی کار نه کوي.