کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت په ټوله صوبه کې د ۳۰ ورځو لپاره دفعه ۱۴۴ نافذه کړې او په عامه ځایونو کې یې پر احتجاجونو، لاریونونو، د پنځو یا تر دې د زیاتو کسانو پر راټولېدو او د وسلو پر ګرځولو او ښودلو بندیز لګولی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې په حکم کې ویل شوي چې دا بندیزونه د سپټمبر له ۲۳مې نافذ شوي او هدف یې د امن او د خلکو د خوندیتوب ساتل دي.
د حکم له مخې په عامه ځایونو کې د هر ډول وسلې ښکاره کول، ګرځول، له ځان سره ساتل او استعمال منع دی، پرته له هغو کسانو او ادارو چې د قانون له مخې ورته اجازه ورکړل شوې وي.
حکومت همداراز په عامه ځایونو کې د پنځو یا تر دې د زیاتو کسانو پر راټولېدو، پرلتونو، جلوسونو، لاریونونو او احتجاجونو بندیز لګولی دی.
په حکم کې په عامه ځایونو کې د ماسک، مفلر یا بلې وسیلې په وسیله د مخ پر داسې پټولو هم بندیز لګول شوی چې د یوه کس پېژندل ستونزمن کړي.
دا حکم د بلوچستان د کورنیو چارو اېډیشنل چیف سېکرټري محمد حمزه شفقات د جزايي قانون د ۱۸۹۸ کال د ۱۴۴مې دفعې د شپږمې فقرې له مخې جاري کړی دی.
ټولو ضلعي انتظامیو او قانون نافذوونکو ادارو ته ویل شوي چې حکم په کلکه عملي کړي. حکومت وايي، د بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به د اړوندو قوانینو له مخې کارروایي کېږي.


نعيم اچکزئي