بره دیر (شال نیوز) : د بره دیر پولیس وايي، په صاحب اباد کې د سپتمبر پر ۲۵مه پېلېدونکي تبلیغي اجتماع لپاره یې ځانګړي امنیتي انتظامات کړي دي.

 

د پولیسو په وینا، د اجتماع پر لارو او لویو سړکونو اضافي پولیس ځای پر ځای شوي او د موټرسایکل سپرو پولیسو ډلې هم ګمارل شوې دي. د ګاډو د تګ راتګ د سمون لپاره ټرافیک پولیس هم په سیمه کې دنده ترسره کوي.

 

د بره دیر د پولیسو مشر اسلم نواز د تبلیغي مرکز او شاوخوا سیمو امنیتي انتظامات کتلي او هلته ګمارل شویو پولیسو ته یې لازمې لارښوونې کړې دي.

 

پولیسو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د اجتماع د امنیت لپاره ټول څو پولیس ګمارل شوي او اجتماع به څو ورځې دوام کوي.