نیویارک (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي، د ایران له ولسمشر مسعود پېزشکیان سره یې په نیویارک کې د لیدنې پر مهال د مکې د ګډ دفاعي تړون په اړه هم خبرې کړې او تهران یې د دغه تړون له پرمختګونو خبر کړی دی.
شهباز شریف ،د سپتمبر په ۲۴مه، د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د مکې د دفاعي تړون موضوع له ایراني ولسمشر سره یاده شوې او هغه یې په اړه خبر کړی دی. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وروسته خبریالانو ته وویل، ایران په راتلونکي کې له دغه دفاعي اتحاد سره د یوځای کېدو امکان لري.
خواجه اصف وویل، چې د تړون درې اوسني غړي ،پاکستان، سعودي عرب او ترکیه، لا د اتحاد د دارالانشا د جوړولو او د هغه د کاري طریقې د ټاکلو په بهیر کې دي. د هغه په وینا، د نورو هېوادونو د احتمالي غړیتوب په ګډون نور جزیات به وروسته د غړو هېوادونو په سلا ټاکل کېږي.
د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه پاکستان، سعودي عرب او ترکیې لاسلیک کړی و. د تړون له مخې، پر یو غړي هېواد وسله وال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
پاکستان تر دې مخکې ویلي چې دغه تړون دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر پر لسمه ویلي وو چې د تړون پراخول په هغه پړاو کې تر بحث لاندې نه وو، ځکه درې واړه هېوادونه لومړی د اتحاد د جوړښت او کاري طریقې پر بشپړولو کار کوي.
ایران تر اوسه په رسمي ډول له دغه دفاعي اتحاد سره د یوځای کېدو اعلان نه دی کړی. له همدې امله د خواجه اصف تازه څرګندونې د ایران د غړیتوب د پرېکړې پر ځای د راتلونکي احتمال په توګه کتل کېږي.
شهباز شریف او مسعود پېزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په څنډه کې په نیویارک کې سره کتلي دي. دواړو مشرانو د سیمې پر روان کړکېچ، د ایران او پاکستان پر اړیکو او د سیمه ییزې سولې پر هڅو هم خبرې کړې دي.


شال نیوز