ریاض (شال نیوز) : پاکستان، سعودي عرب او ترکیه د خپلو پوځونو د مشرانو د یوې بېړنۍ غونډې تیاری کوي چې د یمن د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې له سعودي عرب سره د پوځي ملاتړ پر لارو خبرې وکړي.
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت ،د سپتمبر په ۲۵مه، ویلي، دا غونډه به د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې کېږي. په دغه تړون کې د یو غړي هېواد پر ضد وسله وال برید د ټولو غړو پر ضد برید ګڼل شوی دی.
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سپتمبر پر ۲۴مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې سره ولیدل.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وايي، درې واړو وزیرانو د خپلو پوځونو د مشرانو د بېړنۍ غونډې پر تیاریو خبرې وکړې. د غونډې هدف دا ښودل شوی چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې له سعودي عرب سره د ملاتړ لارې وڅېړل شي.
دوي پر مکه او د سعودي عرب پر ملکي او اقتصادي ځایونو د بریدونو د هڅو غندنه هم کړې ده. دا پرمختګ وروسته له هغه شوی چې حوثیانو د سعودي پر بېلابېلو هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړ. سعودي چارواکي وايي، د دوي هوايي دفاع د سپتمبر پر ۲۴مه د حوثیانو شپږ بالستیک توغندي شنډ کړي دي.
تر اوسه د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د پوځي مشرانو د غونډې نېټه نه ده اعلان شوې. دا هم نه دي ویل شوي چې پاکستان او ترکیه به سعودي عرب ته پوځیان، هوايي دفاعي وسایل یا بل ډول پوځي ملاتړ ورکوي که نه.
د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی و. د اګست پر ۳۱مه د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او پوځي مشرانو په استانبول کې د تړون د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټۍ لومړۍ غونډه کړې وه.
په یو بل مهم پرمختګ کې د ایران ولسمشر مسعود پېزشکیان له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د یمن حوثیان «د خپلو اقداماتو مسوول دي» او له تهران څخه لارښوونې نه اخلي. پېزشکیان ویلي، ایران له حوثیانو سره اړیکې لري، خو د هغه په وینا، د دواړو ترمنځ داسې منظم جوړښت نشته چې تهران دې حوثیانو ته د عملیاتو امرونه ورکوي.
د ایران د ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال شوې چې حوثیانو په یمن کې پوځي پرمختګ کړی او پر سعودي عرب یې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي.


شال نیوز