چارسده کې د وسله والو په ډزو د وژل شوي دیني عالم ،شيخ الحديث مولانا محمد ادریس، جنازه نن د ،مې په ۵مه، د هغه په پلرنۍ سیمه ترنګزو کې ادا شوه، چې پکې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر ،سهیل اپریدي، ترڅنګ د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشرانو او په ګڼ شمېر کې د بېلابېلو مکتبونو د فکر خلکو ګډون وکړ۔

 

د مولانا شیخ محمد ادریس زوې، مولانا انیس، د جنازې لمونځ ادا کړ۔ د جنازې په موقع سیمه کې د امنیت کلک ګامونه پورته شوي وو او د پولیسو ترڅنګ د جمعیت علمای اسلام رضاکاران هم په سیکیورټي ولاړ وو۔

 

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په دې غمېزه کې د مولانا شیخ ادریس له کورنۍ سره غمرازي څرګنده کړې او د دې پېښې د نوټس اخیستو سره یې د جامع راپور وړاندې کولو امر کړی دی۔ 
 

اعلی وزير خپل بيان کې ویلي چې د مولانا محمد ادریس شهادت ډېر د افسوس وړ دی، او په دې غمیزه شېبه کې صوبایي حکومت او ټول ولس د اغېزمنې کورنۍ ترڅنګ ولاړ دي۔ 

اعلی وزیر وویل چې د شهادت خبر په اورېدو سره یې زړه ډېر خپه شو. هغه د شهید د درجاتو د لوړوالي او د پاتې کورنۍ لپاره د صبر جمیل دعا وکړه۔

 

نوموړي زیاته کړه چې د مولانا محمد ادریس په څېر د یو لوي دیني عالم له لاسه ورکول یوازې د پاکستان زیان نه دی، بلکې د ټولې اسلامي امت ګډ تاوان دی. د هغه دیني، علمي او اصلاحي خدمتونه به تل یاد ساتل کېږي او راتلونکو نسلونو ته به د لارې مشال وي۔
 

اعلی وزیر په پېښه کې د ټپي شویو پولیسو سرتېرو ته د سمدستي او غوره طبي درملنې د برابرولو هدایت وکړ۔ 
 

بل خوا د اسلامي دولت وسلوالې ډلې، چې په داعش هم پېژندلی کېږي، په شيخ الحديث د بريد ذمه واري منلي ده۔ د ټولنيز رسنيو د لارې جاري شوي بيان کې داعش ویلي، چې د پاکستان د حکومت پلوي یو قبایلي مشر او د سیمه‌ ییز پارلمان پخوانی غړی “محمد ادریس” د افغانستان پولې ته نږدې ووژل شو۔ 
 

مولانا شیخ ادریس نن ،د مې په ۵مه، د وسلوالو له لوري په نښه شوی و، چې پکې هغه په موقع مړ شوی او نور ساتونکي یې ژوبل شوي دي۔