د جمعې په شپه د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان او ورڅېرمه سیمو کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه کړي او په لسګونو کورونه یې وران کړي دي.

 

د امريکا د جیولوجيکي سروی ادارې (USGS) ویلي، دغه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۸ و، مرکز یې د بدخشان یمګان ولسوالۍ وه. 

 

د زلزلې ټکانونه دومره سخت وو چې په کابل، ننګرهار او لغمان سربېره په ګاونډي هېواد پاکستان او تاجکستان کې هم محسوس شوي دي.

 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغه طبیعي پېښه کې تر اوسه د ۱۲ کسانو مړینه او د ۴ نورو ټپي کېدل تایید شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په بېلا بېلو ولایتونو کې نږدې ۴۰ کورونه زیانمن شوي چې پکې پینځه په بشپړه توګه تباه شوي دي.

 

ویل کېږي چې د مرستې رسونې ډلې سیمې ته رسېدلي او د نورو زیانونو د معلومولو لپاره سروې روانه ده.