د سوات د سوداګرو مشرانو په مینګوره کې یوې خبري غونډې ته ویلي، په ملاکنډ ډویژن کې د مالیاتو موضوع یوازې د سوداګرو نه، بلکې د ټولې سیمې د خلکو ګډه ستونزه ده. دوی وايي، خلک له وړاندې د ګرانۍ، بېروزګارۍ او نورو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په داسې حالت کې پر خلکو د نورو مالیاتو لګول به د هغوی اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي. د سوداګرو مشرانو د ملاکنډ ډویژن د سوداګرو فدراسیون د مشر حاجي عبدالرحیم له خوا د سپټمبر پر ۳۰مه د احتجاجونو او د اکتوبر پر ۷مه په چکدره کې د سوات موټروې د تړلو د اعلان ملاتړ کړی دی. سوداګرو ویلي، تر هغه به احتجاجي تحریک ته دوام ورکړي چې د مالیاتو په اړه یې غوښتنې نه وي منل شوې.