پاراچنار کې د غوزانو نوی حاصل بازارونو ته رسېدلی دی. د زاړه کورمي بازار پلورونکي وايي، سږ کال د غوزانو حاصل د تېر کال په پرتله کم دی، چې له امله یې په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. غوزان د سیمې له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دي چې د کورني استعمال ترڅنګ د ډالۍ په توګه د هېواد بېلابېلو سیمو او بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل کېږي.