په چمن پریس کلب کې د پښتون قامي جرګې لخوا ،د قبایلي مشر خان امان الله خان اچکزي په مشرۍ، یو مطبوعاتي کنفرانس ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د مسلم لیګ (ق)، لغړي اتحاد، سیاسي او مدني تنظیمونو استازو او د سیمي خلکو ګډون کړی و.
په مطبوعاتي کنفرانس کې د چمن ښار د خراب وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وویل شول چې، په ښار کې د موټرسایکل سپرو له خوا د هدفي وژنو پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.
جرګې دا هم وویل چې د نشيي توکو ښکاره استعمال ځوان نسل تباه کوي، چې تر شا یې جنایتکاره عناصر لاس لري او همدارنګه، پر پوله د ښځو او ماشومانو د قاچاق په څېر د سنګینو جرمونو د مخنیوي کلکه غوښتنه هم وشوه.
مشرانو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن پولې بندښت د سیمي لپاره "معاشي ځان وژنه" وبلله او ویې ویل: “نږدې د ۱۵ لکه کسانو روزګار له دې پولې سره تړلی و، چې اوس په ټپه ولاړ دی، د سوداګرو د کروړونو روپیو مالونه په پوله بند پاتې دي، چې له امله یې ځايي منډۍ او دوکانونه ویجاړ شوي دي، او د اقتصادي تنګسیا له امله خلک د خپلو جایدادونو خرڅولو او هجرت کولو ته اړ شوي، او خپل ماشومان د ښوونځیو پر ځای مزدوریو ته لېږي.”
په کنفرانس کې د امنیتي او اداري ادارو پر چلند هم پوښتنې راپورته شوې. مشرانو وویل چې ځايي وګړي او سوداګر د "کډوالو" په نوم ځورول کېږي او په چیک پوسټونو او نورو ځایونو کې په ښکاره ډول د بډو غوښتنه کېږي.
مشرانو د پولیسو د زیاتیو په اړه د شفافو پلټنو او د مقدمو درج کولو غوښتنه وکړه او وې ویل ، چې دوي به یوه کومیټي جوړوي، کومه چې به ډېر زر د صوبايي او مرکزي حکومت له استازو سره وګوري ترڅو د ټولو ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټول شي.

نعيم اچکزئي