شمالي وزیرستان (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، امنیتي ځواکونو ،د سپتمبر په ۲۴مه، په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي او اته وسله وال یې وژلي دي.
سرچینې وژل شوي کسان له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي بولي او وايي، د هغوي پټنځایونه هم د عملیاتو پر مهال له منځه وړل شوي دي. د سرچینو په وینا، له وژل شویو کسانو څخه وسلې، مهمات او نور تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
امنیتي سرچینو ویلي، وسله والو د عملیاتو پر مهال د یو جومات په خوا کي د پناه اخیستو هڅه کړې وه. د دوي په وینا، امنیتي ځواکونو عملیات داسې ترسره کړل چې جومات ته زیان ونه رسېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ویلي چې په دغو عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي. خو د وژل شویو کسانو هویت، د عملیاتو کره ځای او د امنیتي سرچینو نور جزیات تر دې دمه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.


صفدر داوړ