غلنۍ (شال نیوز) : ځايي سرچینې وايي، د خیبر پښتونخوا په مومند ضلعه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
د سرچینو په وینا، نښته د سپتمبر پر ۲۴مه سهار پېل شوې او تر دې دمه د ډزو د دوام راپورونه ورکول کېږي. تر اوسه د نښتې د دقیق ځای، مرګ ژوبلې او د ښکېلو وسله والو د هویت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د پاکستان پوځ او ځايي انتظامیې هم تر دې دمه د دې تازه نښتې په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره کړي. شال نیوز هڅه کوي له سیمې څخه نور معلومات ترلاسه او په خپلواکه توګه یې تایید کړي.


شال نیوز