پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په وینا په پېښور کې یې د درې ځانمرګو بریدګرو د موجودیت په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي چې پر مهال یې یو پولیس سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
سي ټي ډي وايي، دغه عملیات ،د سپتمبر په ۲۴مه، د پېښور د ورسک روډ د شیرداد ګړۍ سیمي په میانو کلي کې ترسره شوي دي.
د ادارې په وینا، دوي ته د درې ځانمرګو بریدګرو د پېښور ته د ننوتلو او د یوې حساسې ودانۍ په نښه کولو لپاره د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل شوي وو. د دغو معلوماتو پر بنسټ د سي ټي ډي، ضلعي پولیسو او اړوندې استخباراتي ادارې ځواکونو په سیمه کې عملیات پېل کړل.
د سي ټي ډي په وینا، د عملیاتو پر مهال د سیمې لارې تړل شوې وې او د ډرون له لارې هم څارنه کېده. د ادارې په خبره، یو وسله وال د یو کور چت ته پورته شو او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې په ځوابي ډزو کې هغه وژل شوی دی.
سي ټي ډي وايي، په دې نښته کې کانسټیبل محمد افاق وژل شوی او درې نور پولیس سرتېري ټپیان شوي دي. د ادارې په وینا، له وژل شوي وسله وال څخه درې سرپوښونه هم ترلاسه شوي چې پرې د «لا إله إلا الله محمد رسول الله» عبارت لیکل شوی و.
سي ټي ډي وايي، د پېښې له ځایه د نورو دوو وسله والو د نیولو لپاره د لټون او پاکولو عملیات لا هم روان دي او سیمه کې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. د پولیسو په وینا، د عملیاتو مشري د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې مرستیال مشر په خپله کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید او د سي ټي ډي مرستیال مشر د عملیاتو کې د برخه اخیستونکو پولیسو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې به د پولیسو عملیات دوام ولري.


شال نیوز