د افغانستان د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۳۴ بېوزلو کورنیو کې د شیدو غواګانې د یوه مرستندویه پروګرام له لارې ووېشل شوې، چې موخه یې د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د عاید سرچینو پراخول دي۔
دغه پروګرام د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د خوراک د نړيوالې ادارې ‘ورلډ فوډ پروګرام’ په مالي ملاتړ، او د ‘هيومينيټريئن اسسټنس کوآرډينيشن آرګنائزېشن’ په تخنيکي همکارۍ پلی شوې دي۔ د چارواکو په وینا، د دې پروژې ټول ارزښت له ۹.۵ میلیونه افغانیو څخه زيات دې۔
د پروګرام له مخې، هرې مستحقې کورنۍ ته د ۲۷۹,۵۰۰ افغانیو په ارزښت یوه لنګه (شیدې ورکوونکې) غوا سپارل شوې ده. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه غواګاني له ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ کیلوګرامه وزن لري، عمر یې د ۲۶ څخه تر ۴۸ میاشتو پورې دی، او هره ورځ له ۲۵ څخه تر ۳۰ لیټرو پورې د شیدو د تولید وړتیا لري۔
چارواکي وایي، د دې نوښت موخه یوازې د لنډمهاله مرستې برابرول نه دي، بلکې هڅه کېږي چې د دوامداره عاید فرصتونه رامنځته شي. په همدې تړاو، ګډونوالې کورنۍ هڅول شوې دي چې خپلې تولید شوې شیدې یو خصوصي لبنیاتي شرکت (میلکو) د شیدو لپاره منظم بازار ته لاسرسی ومومي.
کارپوهان باور لري چې دا ډول پروګرامونه کولی شي په کلیوالو سیمو کې د بېوزلۍ کچه راکمه کړي او د خوړو خوندیتوب ښه کړي، خو ټینګار کوي چې د بازار دوام، وترنري خدمتونه او تخنیکي ملاتړ د دې نوښت د بریالیتوب لپاره مهم دي۔

بریال منګل