بدخشان (شال نیوز) : د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، چې د کشم او فیض‌ اباد پر لویه لار د روسي سیلانیانو د موټرو له کاروان سره د یو موټرسایکل د ټکر په پېښه کې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.

 

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول احسان‌ الله کامګار ویلي، پېښه د سپتمبر پر ۲۳مه ماسپښین شاوخوا درې بجې د کشم او فیض‌ اباد ترمنځ د «پل بیګم» په سیمه کې شوې ده.

 

د هغه په وینا، د وژل شوي کس هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی او مړی یې د کشم ولسوالۍ روغتون ته وړل شوی دی.

 

کامګار وايي، له پېښې وروسته څلور بهرني سیلانیان، چې یوه ښځه او درې نارینه دي او روسي وګړي بلل شوي، له دوو ژباړونکو سره د پلټنو لپاره امنیتي ځواکونو نیولي دي. چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې ټکر څنګه شوی او د پېښې مسوولیت د چا پر غاړه دی.

 

د پېښې د علت، د وژل شوي کس د هویت او د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه نور خپلواک معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي.