بهاولپور (شال نیوز) : د پاکستان د سایبر جرمونو د پلټنو ملي ادارې ،د سپتمبر په ۲۳مه، په پنجاب کې یو ۱۷ کلن زده‌ کوونکی نیولی چې چارواکي وايي، خپل پلار ته یې د زهر ورکولو هڅه کړې وه او وروسته یې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د دې کار په اړه معلومات غوښتي وو.

 

د ادارې د چارواکو په وینا، نیول شوی ځوان د بهاولپور اوسېدونکی، د کالج د دویم کال زده‌ کوونکی او د خپل مور او پلار یوازینی زوې دی. لومړنۍ پلټنې ښيي چې د پلار او زوې ترمنځ اړیکې خرابې شوې وې او تر یوه اختلاف وروسته ځوان د خپل پلار د وژلو پلان جوړ کړی و.

 

چارواکي وايي، دغه ځوان د امریکا د جرمونو مشهورې ډرامې «برېکینګ بېډ» له کتلو وروسته له کیمیا سره دلچسپي پیدا کړې وه او په کور کې یې د کیمیاوي تجربو لپاره یوه وړه لابراتوار هم جوړ کړی و. د پلټونکو په وینا، هغه ځینې کیمیاوي مواد له اسټرالیا او اسلام‌ اباد څخه ترلاسه کړي وو.

 

د سایبر جرمونو د پلټنو اداره وايي، ځوان په کور کې یو زهرجن مواد تیار کړي او یو ځل یې خپل پلار ته د زهر ورکولو هڅه کړې وه، خو هڅه یې ناکامه شوه. چارواکي وايي، تر دې وروسته هغه له مصنوعي ځیرکتیا څخه پوښتنه کړې وه چې څنګه داسې زهر ورکړي چې د یو کس د مرګ سبب شي او خبره معلومه نه شي.

 

د ادارې په وینا، د ځوان د انلاین فعالیت په اړه د یو اتومات سیسټم له لارې معلومات ترلاسه شول. تر دې وروسته د پنجاب د سایبر جرمونو د پلټنو ادارې مشر حسام بن اقبال د پلټنو امر وکړ او یوې ډلې په بهاولپور کې دغه ځوان ونیو.

 

چارواکو د هغو کیمیاوي موادو نومونه نه دي ښودلي چې د ځوان له خوا د استعمال دعوه یې شوې ده. د پېښې، د هغه د انلاین فعالیت او د کیمیاوي موادو په اړه نورې پلټنې روانې دي. د ځوان پر ضد شوې ادعاوې تر اوسه د عدالت له خوا ثابتې شوې نه دي.