پوليس ویلي چې په بنو کې د اوبو او د صفایۍ د خدماتو ادارې تښتول شوي دوه کارکوونکي هم راخوشي کړل شوي دي۔
د پوليسو سرچينو رسنيو ته ویلي چې دغه دوه کارکوونکي د بنو ريجن ډي آیي جي ،سجاد خان، په هڅو نن د ،مئي په ۵مه، راخوشي کړل شول۔
د بنو د پولیسو د معلوماتو له مخې د فتح خېلو په سیمه کې د اوبو او صفایۍ د خدماتو ادارې دغه ۵ کسان د مې په ۴ مه، هغه مهال تښتول شوي وو، کله چې دوي په سیمه کې د صفایۍ او اوبو رسولو اړوند خپل ورځني خدمات ترسره کول۔
چارواکي وایي چې د پېښې وروسته د سیمه ییزو مشرانو او امنیتي هڅو په نتیجه کې درې کارکوونکي خوشي کړی شول، خو دوه نور کارکوونکي د تښتونکو په ولکه کې وو چي نن هغوي هم را خوشي کړی شول۔
د بنو ریجن ډي آیي جي ،سجاد خان، ویلي، چې د خلکو د سر او مال ساتنه د پولیسو لومړنۍ دنده ده، او په هر ډول جرمونو کې ښکېلو کسانو پر ضد به بې له توپیره سخت اقدام کولې شي۔ .
هغه زیاته کړه چې د بنو پولیس هر ډول ننګونو سره د مقابلې لپاره هر وخت چمتو دي او د وګړو خوندیتوب به په هر صورت یقیني کولی شي۔

صفدر داوړ