په پښتنو کې ښادي جوړه ده. ډېر پښتانه رایوځای شوي دي، خلک د پښتنو کلتوري خواړه خوري، کلتوري کالي، جامې او کلتوري څپلۍ یې اغوستې دي. په حجره کې ډول ته اتڼ کوي په داسې حال کې چې په لاسو کې یې د اوسپنې تورې دي او مشران ورته په کټونو کې ناست دي.
په دې څو کرښو لوستلو سره به ستاسو په مغزو کې د پښتون کلتور یو منظر جوړ شوی وي خو په دې منظر کې به مو یو څوک نه وي لیدلي.
«کسبګر»
هغه خلک چې د دې کلتوري کالو، جامو، کټونو، تورو، ډولونو، شملو، خوړو او څپلو تولیدوونکي دي او په پښتنه ټولنه کې د کولال، ترکاڼ، جولا، لووار، موچي، ډم او په نورو ډېرو نامو یادېږي. هغه خلک چې د پښتون کلتور ساتونکي دي خو په دې کلتور د ویاړ کوونکو لخوا د «کسبګر» په نامه مدام رټلی شوي دي.
کلتور د نړۍ د قامونو د شناخت او توپیر له مهمو بنسټونو څخه دی. د هر قام ژبه، دودونه، اصول، لباس، موسیقي، ادب، تاریخي حافظه، ټولنیز ارزښتونه او د ژوند طرز هغه ځانګړنې دي چې د نورو قامونو په منځ کې یې ځانګړتیا څرګندوي.
جغرافیه او سیاست بدلېدی شي، خو کلتوري عناصر ډېر وخت د نسلونو ترمنځ د شناخت د لېږد وسیله پاتې کېږي. له همدې امله کلتور یوازې د دودونو مجموعه نه، بلکې د یو قام د تاریخي تجربو، ارزښتونو او ګډې حافظې څرګندونه هم ده.
د پښتنو په شناخت کې هم کلتور ځانګړی او بنسټیز ارزښت لري. پښتو ژبه، پښتو ادب، مېلمه پالنه، جرګه، حجره، اتڼ، دودیز لباس، موسیقي او د ټولنیز ژوند بېلابېل دودونه د پښتنو ذ ځانګړتیا مهمې برخې دي، او د دې ځانګړتیا ساتونکي او تر دې وخته له یو نسل تر بل، موږ ته د رارسولو واله خلک هغه دي چې په «کسبګر» یادیږي.
په اوسنۍ نړۍ کې اقتصاد یوازې د فابریکو، لویو شرکتونو، ماشینونو او طبیعي زېرمو نوم نه دی. د یوې ټولنې ژبه، هنر، دودونه، جامې، خواړه، موسیقي، لاسي صنایع، معماري او د ژوند دودونه هم اقتصادي ارزښت لري. کله چې د یوې ټولنې کلتوري ځانګړتیاوې د تولید، بازار، کار، مهارت او عاید له بهیر سره ونښلول شي، نو له همدې ځایه کلتوري اقتصاد رامنځته کېږي.
کلتوري اقتصاد په اصل کې هغه اقتصادي فعالیتونه رانغاړي چې د یو ولس یا ټولنې له کلتوري میراث، هنري وړتیاوو، دودونو او ځانګړو مهارتونو څخه رامنځته کېږي. په دې اقتصاد کې کسبګر ځانګړی او بنسټیز ځای لري؛ ځکه ډېر هغه کلتوري توکي چې موږ یې نن د خپل کلتور د نښو په توګه پېژنو، د همدې خلکو د لاسونو، تجربې او نسل پر نسل انتقال شوي مهارتونو پایله ده.
کسبګر د کلتوري اقتصاد بنسټیز تولیدوونکي دي
موچي، جولا، ترکاڼ، کولال، زرګر، خټګر، رباب جوړوونکی، د ډول جوړوونکی او غږوونکی او نور دودیز کسبګر یوازې د یو شي جوړوونکي نه دي. دوي د داسې تولیدوونکو په توګه کار کوي چې اقتصادي فعالیت یې له کلتور سره مستقیم تړاو لري.
د بېلګې په توګه، یو جولا چې دودیز څادر، ټوکر یا ځانګړې اوبدل شوې جامه جوړوي، یوازې یو ټوکر نه تولیدوي؛ هغه د یوې ټولنې د رنګونو، نقشونو، ډیزاینونو، ذوق او تاریخي تجربې یوه برخه هم تولیدوي.
همدارنګه موچي چې دودیزې څپلۍ جوړوي، یوازې د پښو لپاره یو شی نه جوړوي. د څپلیو په بڼه، څرمن، ګنډلو، نقش او جوړښت کې هغه ځانګړتیاوې ساتل کېږي چې د یوې سیمې له کلتوري ذوق سره تړاو لري.
ترکاڼ چې د حجرې لپاره دودیز کټ، چوکۍ، دروازه یا نور لرګین توکي جوړوي، د یو ټولنیز ژوند د چاپېریال په جوړولو کې ونډه اخلي. کولال چې د خټو لوښي جوړوي، د خوړو، اوبو، مېلمه پالنې او ورځني ژوند له پخوانیو دودونو سره تړلی هنر ژوندی ساتي.
له همدې امله، کسبګر د کلتوري اقتصاد په زنځیر کې د تولید لومړۍ او مهمه کړۍ ده.
کلتوري محصول له مهارت څخه تر بازار پورې
د کلتوري اقتصاد ځانګړتیا دا ده چې یو کلتوري محصول یوازې د یو کس د کار نتیجه نه وي. تر شا یې د مهارت، خامو موادو، ډیزاین، تولید، بازار، پېرودونکي او فرهنګي ارزښتونو یوه بشپړه کړۍ موجوده وي. د یو دودیز څادر د بېلګې په توګه، له وړۍ یا تار څخه نیولې تر رنګولو، اوبدلو، نقش جوړولو، بشپړولو او بازار ته تر رسېدو پورې ګڼ کسان په اقتصادي فعالیت کې برخه اخلي.
همدا ډول د رباب، ډول، دودیزو جامو، لاسي ګلدوزۍ، خټو لوښو، لرګینو توکو او دودیزو خوراکونو تر شا هم د ګڼو کسبګرو او مهارتونو شبکه موجوده وي.
نو که موږ د کلتوري اقتصاد د ودې خبره کوو، یوازې د وروستي محصول د پلور خبره نه ده؛ بلکې د هغه محصول د جوړېدو تر شا د ټولې کسبګرې شبکې پیاوړتیا هم مهمه ده.
کسبګر کلتوري حافظه ژوندۍ ساتي
کلتور یوازې په کتابونو او موزیمونو کې ژوند نه کوي. کلتور هغه وخت ژوندی پاتې کېږي چې خلک یې په ورځني ژوند کې وکاروي، تولید یې کړي او نوي نسل ته یې انتقال کړي.
کسبګر د همدې انتقال یوه مهمه وسیله ده.
هغه جولا چې له خپل استاد څخه د اوبدلو طریقه زده کوي او بیا یې خپل زوې یا شاګرد ته ور زده کوي، په حقیقت کې یوازې یو کسب نه انتقالوي؛ بلکې یوه کلتوري حافظه انتقالوي. همدارنګه هغه ترکاڼ چې د دودیزو لرګینو نقشونو، جوړښتونو او تخنیکونو تجربه بل نسل ته سپاري، د کلتوري میراث د دوام سبب کېږي.
په دې معنا، کسبګر د کلتور ژوندي ارشیفونه دي؛ ځکه د دوي په لاسونو کې هغه پوهه او مهارتونه خوندي وي چې ډېری وخت په لیکلي شکل نه وي ثبت شوي.
کلتوري اقتصاد او د کسبګرو ټولنیز حیثیت
د کلتوري اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یوازې د کسبګرو د محصولاتو بازار موندنه کافي نه ده؛ د کسبګر د مسلک ټولنیز درناوی هم مهم دی. هر هغه وخت چې یوه ټولنه د یو کسب محصول خوښوي، خو د هغه محصول جوړوونکي ته ارزښت نه ورکوي، د کلتوري اقتصاد یوه مهمه برخه کمزورې کېږي.
که یو ولس په دودیزو جامو، لاسي صنایعو، موسیقۍ، لرګینو توکو، خټو لوښو او دودیزو خوراکونو ویاړي، نو د دغو شیانو تر شا د کار کوونکو خلکو مسلک، مهارت او اقتصادي ونډه هم باید وپېژندل شي. کلتوري محصول د خپل تولیدوونکي له مهارت څخه جلا نه شي کېدی.
«کلتور» یوازې مصرف نه، تولید هم دی
په کلتوري اقتصاد کې یوه مهمه مسئله دا ده چې خلک کلتور یوازې د مصرف لپاره ونه ویني. موږ چې دودیزه جامه اغوندو، دودیز خواړه خورو، په دودیزو سازونو موسیقي اورو، په دودیزو کټونو او فرنیچر کې کېنو یا خپل کور په دودیزو توکو سینګاروو، باید پوه شو چې دا هر څه د تولید یوه اقتصادي پروسه لري.
یعنې کلتور له یو اړخه زموږ د هویت برخه ده، خو له بل اړخه د کار، مهارت، تولید، عاید او بازار سرچینه هم کېدی شي. همدا اړیکه کلتوري اقتصاد جوړوي.
د کسبګرو مهارت د اقتصادي فرصت سرچینه
د نړۍ په ډېرو ټولنو کې دودیز هنرونه د ګرځندوې، صادراتو، ډیزاین، فېشن، داخلي سینګار او فرهنګي صنعتونو له بازارونو سره تړل شوي دي. یو دودیز محصول کولی شي له یو وړوکي مقامي بازار څخه ووځي او د سیمې، هېواد او نړیوال بازار برخه وګرځي.
د دې لپاره د کسبګر مهارت ته د نوي بازار، عصري ډیزاین، معیاري تولید، بسته بندۍ، ډیجیټل بازارموندنې او برانډ جوړونې له امکاناتو سره د تړلو اړتیا شته. په دې توګه، د یو کسبګر دودیز مهارت کولی شي په عصري اقتصادي فرصت بدل شي، پرته له دې چې خپل اصلي کلتوري ارزښت له لاسه ورکړي.
د نوي نسل لپاره د کسبونو اهمیت
د کلتوري اقتصاد د دوام لپاره د کسبګرو د مهارتونو انتقال تر ټولو مهمو مسئلو څخه دی. که د یو ځانګړي کسب استادان زاړه شي او نوي کسان د هغه مسلک زده کولو ته زړه ښه نه کړي، نو د یو اقتصادي فعالیت ترڅنګ یوه کلتوري پوهه هم له منځه ځي.
له همدې امله، د کسبګرو لپاره د مسلکي زده کړو، شاګردۍ، روزنیزو مرکزونو، بازار موندنې او مالي ملاتړ پروګرامونه کولی شي د دودیزو کسبونو د بقا لپاره مهم رول ولوبوي. دودیز کسب باید یوازې د تېر وخت میراث ونه ګڼل شي؛ بلکې د راتلونکي اقتصادي فرصت په توګه هم ورته وکتل شي.
کسبګر او د کلتوري اقتصاد بشپړ زنځیر
که کلتوري اقتصاد د یو زنځیر په توګه وګورو، کسبګر د دې زنځیر له مهمو کړیو څخه دي. که له دې زنځیر څخه د تولیدوونکي کسبګر برخه کمزورې شي، د کلتوري اقتصاد نورې برخې هم اغېزمنېږي. له همدې امله، د کلتوري اقتصاد د ودې لپاره باید د محصول ترڅنګ د تولیدوونکي انسان پر مهارت، عزت، عاید او راتلونکي هم تمرکز وشي.
کسبګر د کلتوري اقتصاد حاشیوي برخه نه، بلکې د هغه له بنسټیزو ستنو څخه دي. دوي کلتوري ارزښتونه په ملموسو محصولاتو بدلوي، له یو نسل څخه بل نسل ته مهارتونه انتقالوي، د کلتوري میراث د دوام سبب کېږي او د کلتور لپاره اقتصادي ارزښت رامنځته کوي.
موچي، جولا، ترکاڼ، کولال، زرګر، رباب جوړوونکی او نور دودیز کسبګر هغه خلک دي چې کلتور یوازې په خبرو نه، بلکې په خپلو لاسونو تولیدوي. نو که موږ غواړو کلتوري اقتصاد پیاوړی کړو، باید یوازې د کلتوري محصولاتو ستاینه ونه کړو؛ د هغو د جوړوونکو مهارتونه هم وپېژنو، بازار ورته پیدا کړو، نوي نسل ته یې انتقال کړو او د دوي د کار اقتصادي او ټولنیز ارزښت لوړ کړو.
کلتور هغه وخت اقتصادي ځواک ګرځي چې د کلتوري ارزښت تر څنګ د هغه تولیدوونکي انسان ته هم ارزښت ورکړل شي.
کسبګر سپک ندي، دوي د ویاړلي پښتون کلتور ساتونکي دي،


شیراز خان