کرمه (شال نیوز) : د کرمې ضلعې په سدې بازار کې د موټرسایکل سپرو ناڅرګنده کسانو په ډزو یو تن وژل شوی دی. د پولیسو سرچینې وايي، چې وژل شوی کس ابوبکر خان نومېږي. د هغه مړی د سدې روغتون ته وړل شوی او پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي.
بل خوا پولیس وايي، ټل ته نږدې د تور پل په سیمه کې د کرمې له سینده د یوه ناپیژانده کس مړی را ایستل شوی دی. پولیس وايي، د دغه کس د پېژندنې او د هغه د خپلوانو د موندلو هڅې روانې دي.


علي افضل افضال