مردان (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د چارسدې نه د قامي اسمبلۍ غړی ،فضل محمد خان، د مردان حدودو ته نږدې د رشکۍ انټرچینج په سیمه کې ناڅرګنده وسله والو کسانو له ځان سره بیولی دی.

 

د تحریک انصاف سرچینې وايي، فضل محمد خان په موټر کې روان و چې په څلورو موټرو کې سپرو نقاب لرونکو وسله والو یې مخه ونیوله. د سرچینو په وینا، وسله والو د هغه پر موټر ډزې وکړې او وروسته یې نوموړی په زور له ځان سره بوتلو.

 

د سرچینو په وینا، په موټر کې له فضل محمد خان سره وقاص او د هغه شخصي مرستیال وقار هم موجود وو. وسله والو هغوي هم په زور په موټر کې کښېنول او له ځان سره یې بوتلل، خو شاوخوا یو کیلومتر وړاندې یې خوشي کړل. فضل محمد خان یې له ځان سره ناڅرګند ځای ته بیولی دی.

 

پاکستان : اسلام‌ اباد کې د تحریک انصاف شپږ پارلیماني غړي نیول شوي؛ د امنیت لپاره زرګونه اضافي پولیس غوښتل شوي
پاکستان : اسلام‌ اباد کې د تحریک انصاف شپږ پارلیماني غړي نیول شوي؛ د امنیت لپاره زرګونه اضافي پولیس غوښتل شوي
د پي ټي ایي اسلام‌ اباد مارچ: ګوند وايي ۱،۵۰۰ کسان نیول شوي
د پي ټي ایي اسلام‌ اباد مارچ: ګوند وايي ۱،۵۰۰ کسان نیول شوي

 

د نوښار پولیسو ویلي، پېښه ،د سپتمبر په ۲۲مه، د مردان په حدودو کې شوې ده او په دې اړه به د مردان په تورو یا شیخ ملتون تاڼه کې مقدمه درج کېږي. تر اوسه معلومه نه ده چې فضل محمد خان چا او د څه لپاره بیولی دی. کومې ډلې هم د هغه د بیولو ذمه واري نه ده منلې.

 

پولیسو تر اوسه د فضل محمد خان د ځای یا د هغه د موندلو لپاره د روانو هڅو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.