اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال ،نعمان محمود، د مکې د ګډ دفاعي تړون لومړی سیکرټري جنرل ټاکل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ،د سپتمبر د ۲۳مې، د بیان له مخې، نعمان محمود به د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې د دغه تړون د جوړېدونکي مرکزي دفتر مشري کوي.
نعمان محمود په پاکستاني پوځ کې د لیفټننټ جنرال په رتبه دنده ترسره کړې او د هلال امتیاز پوځي نښان هم ورکړل شوی دی.
د مکې ګډ دفاعي تړون د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکارۍ لپاره شوی دی. د تړون مرکزي دفتر په ریاض کې جوړېږي او نعمان محمود به یې د لومړي سیکرټري جنرل په توګه مشري کوي.


شال نیوز