د ترکیې او قطر له خوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو تازه سفارتي هڅې لا روانې وې چې په خیبر پښتونخوا کې خونړیو بریدونو یو ځل بیا امنیتي وضعیت سخت کړ.

 

په کوهاټ کې پر پخوانیو پولیس لاینز برید او په کرمه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. له دغو پېښو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او د ترکیې او قطر د منځګړیتوب د راتلونکي په اړه پوښتنې نورې هم زیاتې شوې.

 

په همدې بحث کي د افغانستان پخواني د کورنیو چارو وزیر، په پاکستان کي پخواني سفیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد عمر داودزي داسې څرګندونې کړې چې د افغانانو ترمنځ یې پراخ بحثونه راپارولي دي.

 

داودزي ویلي، د ده د معلوماتو له مخې پاکستان له افغانستان سره په خبرو کي د ډیورنډ کرښې ترڅنګ د واخان د تړانګې او د افغانستان د ختیځو او جنوبي سرحدي سیمو د راتلونکي په اړه هم غوښتنې مطرح کړې دي.

 

هغه دوه کړې چې په دغو غوښتنو کي یوه دا ده چې د افغانستان له ختیځ څخه تر جنوب لوېدیځ پورې ځینو سرحدي سیمو ته د پاکستان د پخوانیو قبایلي سیمو، فاټا، په څېر ځانګړی انتظامي حیثیت ورکړل شي.

 

داودزي د دې سیمې جغرافیه د چترال له ارندو سره نږدې سیمو څخه د ایران پولې ته څېرمه د افغانستان تر لوېدیځ پورې یاده کړې ده. تر اوسه د پاکستان حکومت او په افغانستان کي د طالبانو حکومت د داودزي د دغو مشخصو خبرو رسمي تایید نه دی کړی.

 

د پاکستان له خوا په وروستیو رسمي څرګندونو کي بیا ټینګار شوی چې له کابل سره یې اساسي غوښتنه د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو فعالیتونو مخنیوی دی.

 

پاکستان وايي د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي مرکزونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه تنظیموي. د طالبانو حکومت دا خبره ردوي او وايي د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

 

د ترکیې او قطر تازه هڅې

 

د ترکیې او قطر لوړپوړو امنیتي چارواکو په وروستیو ورځو کي کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي. په دغو لیدنو کي د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي شامل وو. هغوی د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د سیمې پر امنیت او د کابل او اسلام‌اباد پر کړکېچ خبرې کړې دي.

 

کالن وروسته اسلام‌اباد ته هم ولاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. که څه هم د دغو خبرو بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و.

 

پاکستان هم تایید کړې چې ترکیې، قطر او چین د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره هڅې کړې دي.

 

د کوهاټ برید

 

د دغو سفارتي هڅو په منځ کي د سپټمبر پر ۱۸مه په کوهاټ کي پر پخوانیو پولیس لاینز خونړی برید وشو.

پاکستاني چارواکي وايي، لومړی له چاودېدونکو موادو ډک موټر د پولیس لاینز له دېوال سره وجنګول شو او وروسته وسله وال ودانۍ ته ننوتل. له برید وروسته نښته شاوخوا شل ساعته روانه وه.

 

پاکستاني چارواکو ویلي چې ټول بریدګر ووژل شول. په برید کي پولیسو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته. د پاکستان چارواکو د برید د احتمالي افغان تړاو په اړه تحقیقات پیل کړي، خو د طالبانو حکومت د کوهاټ برید غندلی دی.

 

دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې پاکستان په پرله‌پسې ډول کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو د فعالیت مخه نه نیسي.

 

د اړیکو اوږد کړکېچ

 

د پاکستان او افغانستان اړیکې له تېرو څو کلونو راهیسې د امنیت، ډیورنډ کرښې، سوداګرۍ، کډوالو او تحریک طالبان پاکستان پر سر له سختو اختلافاتو سره مخ دي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کي د دواړو هېوادونو ترمنځ له پوځي نښتو وروسته ترکیې او قطر په دوحه او استانبول کي د اوربند او خبرو په برابرولو کي منځګړیتوب وکړ.

 

دواړو خواوو د اوربند پر دوام او د سرغړونو د څار لپاره پر یوه میکانیزم موافقه کړې وه، خو د امنیت پر اساسي اختلافاتو وروستۍ هوکړه ونه شوه. پاکستان وايي، تر هغه چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد وسله وال فعالیتونه بند نه شي، د عادي اړیکو، سوداګرۍ او سرحدي تګ راتګ بشپړ عادي کېدل ستونزمن دي.

 

د طالبانو حکومت بیا د پاکستان تورونه ردوي او د پاکستان له خوا په افغانستان کي هوايي بریدونه د دغه هېواد د حاکمیت سرغړونه بولي.

 

د واخان او سرحدي سیمو ادعا ولې مهمه ده؟

 

د عمر داودزي تازه څرګندونې ځکه مهمې دي چې که د پاکستان د رسمي دریځ یوه برخه وي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلاف ساحه به یوازې د تحریک طالبان پاکستان تر موضوع ډېره پراخه وښيي.

 

خو تر هغه چې پاکستان، د طالبانو حکومت، ترکیه یا قطر د دغو مشخصو غوښتنو په اړه اسناد یا رسمي معلومات خپاره نه کړي، د واخان او د افغانستان د سرحدي سیمو په اړه د داودزي خبرې د هغه ادعا ده او په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

په مقابل کي د پاکستان وروستی علني دریځ دا دی چې له افغانستان څخه یې اساسي غوښتنه دا ده چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد د وسله والو د فعالیت لپاره ونه کارول شي.

 

له همدې امله د ترکیې او قطر د روانو هڅو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د پردې تر شا خبرې یوازې د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع متمرکزې دي، که د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ نورې سیاسي او سرحدي مسئلې هم د خبرو برخه دي.

 

د دغو مذاکراتو د شرایطو او غوښتنو نه خپرېدل په دواړو هېوادونو کي د اوازو او متضادو ادعاوو لپاره زمینه برابروي. د اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو د اصلي موضوعاتو روښانتیا ښايي دا هم څرګنده کړي چې کابل او اسلام‌اباد په کومو مسئلو کي اختلاف لري او د جوړجاړي لپاره څومره واټن پاتې دی.