د کوز سویلي وزیرستان په اعظم ورسک کې وروستي ځانمرګي برید او د نامتو دیني عالم ،مولانا ادریس، هدفي وژنې د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي. په دې پېښو کې د ځاني زیانونو ترڅنګ د سیمي خلکو ته سخت ذهني او ټولنیز صدمه رسېدلې ده.
د ملي جمهوري غورځنګ لوړپوړي مشر افراسیاب خټک په دې اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د ریاست د تېرو څو لسیزو د امنیتي تګلارو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی.
هغه ویلي: “له ۲۶ کلونو راهیسي د ترهګرۍ پر ضد د جګړې دعوې کېږي، خو په حقیقت کې ناامني کمه شوې نه ده بلکې په نوو بڼو لا پراخه شوې ده.”
د راپورونو له مخې، په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او وسله والو پېښو لړۍ وخت په وخت دوام لري، چې له امله یې عام ولس ځان ناامنه احساسوي.
سیاسي څېړونکي وایي چې د داسې پېښو تکرار دا څرګندوي چې د امنیتي پالیسۍ په عملي کولو کې اساسي ستونزې شته او د اوږدمهاله حل لپاره سیاسي او ټولنیز اقدامات اړین دي.
مولانا ادریس ،چې د سیمي یو جید دیني عالم ګڼل کېده، د هدفي برید ښکار شو. د هغه وژنه د مذهبي او ټولنیزو حلقو له خوا غندل شوې او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه شوې ده.
افراسیاب خټک په خپل بیان کې پوښتنه راپورته کړې چې آیا امنیتي ریاست د خپلو تګلارو د بیا کتنې او حساب ورکولو لپاره تیار دی که نه. هغه ټینګار کړی چې تر څو د تېرو ناکامیو جدي ارزونه ونه شي، تر هغې به دا ډول پېښې دوام ولري.
په سیمه کې خلک وایي چې د پرله پسې ناامنیو له امله د ژوند عادي چارې اغېزمنې شوې دي او د امنیتي ادارو د دعوو او واقعي وضعیت ترمنځ لوي واټن موجود دی. د وروستیو پېښو وروسته د امنیت د ټینګښت غوښتنې لا زیاتې شوې دي، خو تر اوسه د حکومتي چارواکو له لوري رسمي تفصیلي بیان نه دی خپور شوی.

شال نیوز