کرمه (شال نیوز) : د کرمې ضلعې په سرحدي سیمه پیواړ کې د ماین په چاودنه کې ټپي شوی یو کس ،د سپتمبر په ۲۲مه، په روغتون کې مړ شوی دی.

 

پولیس سرچینې وايي، شبیر حسین د پیواړ غرنۍ سیمې ته روان و چې د خمزې په سیمه کي پر یوه خامه غرنۍ لاره ماین پرې وچاودېد.

 

د پولیسو په وینا، شبیر حسین په چاودنه کي سخت ټپي شوی و او د درملنې لپاره د پاړه‌چنار روغتون ته رسول شوی و، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

 

پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې ماین چا او څه وخت په سیمه کي ځای پر ځای کړی و.

 

په سیمه کي د ماینونو د چاودنو پر پېښو اندېښنې هم زیاتې شوې دي. قومي مشر ملک سید اصغر د دغو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له چارواکو یې غوښتي چې د ماینونو د پاکولو لپاره ځانګړي ګامونه واخلي.

 

ځايي اوسېدونکو ویلي، د ماینونو د چاودنو پر ضد به د چهارشنبې، سپټمبر ۲۳مه احتجاج کوي. بل لور ته ضلعي انتظامیه وايي، له هغو سیمو چې د ماینونو د موجودیت معلومات ترلاسه کوي، د ماینونو د پاکولو ډلې ورلېږي.