مکین : د بر سویلي وزیرستان د تیارزې پولیس سټېشن په حدودو کې ،د سپتمبر په ۲۲مه، د خیسوره خوړ په سیمه کې ناڅرګنده وسله والو پر دوو موټرسایکل سپرو ډزې کړې چې یو کس پکې وژل شوی او بل ژوبل دی.
پولیس سرچینې وايي، شامیر د اسلم خان زوې او نورزاده د سلیم زوې پر موټرسایکل د خیسوره خوړ له سیمې تېرېدل چې وسله والو پرې ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، بریدګر هم پر موټرسایکل سپاره وو او له ډزو وروسته له سیمې وتښتېدل.
سرچینې وايي، شامیر په ډزو کې ووژل شو، خو نورزاده ژوبل شو او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو. د هغه د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
پولیس له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، له ځایه یې شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه د برید علت نه دی معلوم. پولیس وايي، د پېښې د بېلابېلو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.
د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.


ظفر وزير