په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او هدفي وژنو د وروستیو پېښو له زیاتېدو سره هممهاله، د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر، سناتور ایمل ولي خان، د مرکزي او صوبایي حکومتونو پر کړنو او چوپتیا سختې نیوکې کړې دي.
په ټولنیزو رسنیو خپور کړي په خپل لیکلي بیان کې هغه ویلي، چې په سیمه کې د امنیت وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د دیني عالمانو، عامو وګړو او امنیتي ځواکونو په نښه کېدل د “اندېښنې وړ بدلون” ښيي. په دې لړ کې هغه د ممتاز دیني عالم شېخ الحدیث مولانا شیخ ادریس د وروستۍ پېښې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د خېبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت د خرابېدو څرګند مثالونه دي.
ایمل ولي خان زیاته کړه، چې د هدفې وژنو او ترهګریزو پېښو زیاتوالي د خلکو په ورځني ژوند کې د وېرې فضا پراخه کړې ده. د هغه په وینا، د مرکزي او صوبایي حکومتونو له لوري د دې وضعیت په اړه څرګنده او اغېزمنه غبرګون نه ښودل “د اندېښنې وړ چوپتیا” ده.
هغه ټینګار کړی چې حکومتونه باید د تورونو پر تبادلې د تمرکز پر ځای د امنیت د ښه کولو لپاره عملي اقدامات وکړي، ځکه د وضعیت دوام کولی شي د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي.
تر اوسه مرکزي او صوبایي حکومتونو د دې څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

شال نیوز