نوشکي (شال نیوز) : د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې د پولیو ضد واکسین پر یوې ډلې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د دغې ډلې د امنیت لپاره ګومارل شوي دوه پولیس وژل شوي دي.
د نوشکي ډپټي کمشنر شال نیوز ته ویلي دي، چې پېښه ،د سپتمبر په ۲۲مه، د ضلعې په ظهر اباد سیمه کې هغه مهال شوې چې د پولیو واکسین ډله په سیمه کې پر فعالیت بوخته وه.
د هغه په وینا، په برید کې د ښځینه کارکوونکو په ګډون د واکسین ډلې نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی. د نوشکي پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي او د برید د عاملینو د موندلو هڅې روانې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د وژل شویو پولیسو نومونه محمد یاسر او عبدالروف ښودلي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
نوشکي د بلوچستان د مرکز کوټې ښار لوېدیځ ته شاوخوا ۱۳۵ کیلومتره واټن کې پرته ضلعه ده چې په تېرو کلونو کې د ناامنۍ او وسله والو پېښو له اغېزو سره مخ شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ،محسن نقوي، او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ،ضیاالله لانګو، د پولیو ضد واکسین پر ډلې شوی برید غندلی او د وژل شویو پولیسو د کورنیو له غړو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.


نعيم اچکزئي