د ميرام شاه په ښار کې د ټي ایم ای ادارې کارکوونکو د خپلو تنخواګانو نه ورکړی کېدو په ضد احتجاجي هړتال پېل کړی دی۔
کارکوونکي وايي چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسي ورته تنخواګانې نه دي ورکړل شوي، چې له امله يې له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي۔ دوي په احتجاجي توګه د ښاروالۍ ټول خدمات بند کړي او ويلي يې دي چې تر څو تنخواګانې ورنکړل شي، هړتال به دوام ولري۔
په همدې لړ کې کارکوونکو نن ،د مې په ۵مه، احتجاجي مظاهره هم وکړه او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوي ستونزه دې زر تر زره هواره کړي۔ مظاهره کوونکو دا هم وويل چې اړوند افسران غير حاضر دي او د دوي ستونزې ته پام نه کېږي۔
بلخوا، د ښاروالۍ د خدماتو د بندېدو له امله ځايي خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي۔

صفدر داوړ