بدخشان (شال نیوز) : د افغانستان د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ په اسکازر کلي کې د غنمو په درمندونو کې د اور لګېدنې له امله د ځايي بزګرانو شاوخوا ۱۰ درمندونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

 

د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او همغږۍ مسوول کیکاوس تکساري ،د سپتمبر په ۲۱مه، ویلي دي چې اور د سپتمبر پر ۲۰مه له غرمې وروسته د اسکازر کلي د بزګرانو د غنمو په درمندونو کې ولګېد.

 

د هغه په وینا، اور په چټکۍ خپور شو او ځايي خلکو یې په کنټرولولو کې ستونزه لرله. وروسته د سیمې خلکو او ملکي او امنیتي کسانو په ګډه اور تر یوه حده کنټرول کړ او د راټولو شویو غنمو یوه برخه یې له سوځېدو وژغورله.

 

د کرنې ریاست وايي، سوځېدلي غنم د اسکازر کلي د اوو بزګرانو وو. چارواکو تر اوسه د مالي زیان اندازه نه ده ښودلې. د اور لګېدنې کره علت هم لا نه دی معلوم.

 

یوې ځايي سرچینې د بدخشان جریدې ته ویلي، امکان لري اور درمندونو ته نږدې د ماشومانو د لوبو له امله لګېدلی وي، خو چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې.