د آفتونو مديريت صوبايي ادارې (پي ډي ایم ای) له لوري د خیبر پښتونخوا په بالایي سیمو کې د سختو بارانونو او واورو ورېدو له امله د ګلیشیر جهیلونو د چاودېدو (GLOF) جدي خطر په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د ادارې په وینا، د اپرېل له ۲مې نېټې د شپې څخه تر ۸م اپرېل پورې به د لوېدیځو هواګانو یو قوي سیستم فعال وي، چې له امله به یې په بېلابېلو وقفو کې بارانونه او په غرنیو سیمو کې واوره وریږي.
پي ډي ایم ای ویلي چې د بر چترال، کوز چترال بر دير، سوات او بر کوهستان په ګډون یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو امکان شته.
د سوات په منکيال، اترور او ګبرال سیمو کې د سختو موسمي اغېزو تمه ده. همدارنګه د بر دير کمراټ او د بر کوهستان کانديا کې د سیلابونو خطر زیات ښودل شوی دی.
چارواکو زیاته کړې چې د بر چترال په ریشون او بوني، او د کوز چترال په ارکاری او مدکلاشټ سیمو کې هم د ناڅاپي سیلابونو اندېښنه شته.
پي ډي ایم ای خبرداری ورکړی چې د دوامداره بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له امله به د سیندونو او خوړونو اوبه زیاتې شي، چې له امله یې د ناڅاپي سیلابونو خطر نور هم لوړېږي. په ځانګړي ډول، د چترال سيند او سوات سيند په اوبو کې د چټک زیاتوالي امکان ښودل شوی دی.
ادارې دا هم ویلي چې د ګلیشیر جهیلونو د چاودېدو له امله به ټیټي پرتې سیمې له جدي ګواښ سره مخ شي، او د غرنۍ سیمو په لويو لارو کې د ځمکې ښوېدنې، د خاورو د غونډیو راښکته کېدو او د ډبرو غورځېدو پېښې هم کېدی شي.
پي ډي ایم ای اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې مخکې له مخکې تدابیر ونیسي، د خطرناکو سیمو څارنه زیاته کړي، او که اړتیا وي نو ځایي خلک خوندي ځایونو ته انتقال کړي. همدارنګه د ژغورنې ادارو ته د بېړني حالت لپاره د چمتووالي سپارښتنه شوې ده.
خلکو ته سپارښتنه شوې چې له سیلابي اوبو، خوړونو او تېز بهېدونکو ویالو څخه لرې پاتې شي، غیر ضروري سفرونه ونه کړي او سیلانیان دې خطرناکو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
پي ډي ایم ای ویلي چې د دوي بیړني عملیاتو مرکز په بشپړ ډول فعال دی، او خلک کولای شي د هر ډول بېړني حالت په صورت کې د ۱۷۰۰ هیلپ لاین ته زنګ ووهي.

شال نیوز