نیویارک (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته نړیوال مشران نیویارک ته راټولېږي. د امریکا او ایران جګړه، غزه، اوکراین او سوډان د سږنیو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي. د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، به عمومي اسمبلۍ ته وینا کوي. تمه ده چې د ایران جګړه او په منځني ختیځ کې روان وضعیت د هغه د وینا مهمه برخه وي.

 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په غونډه کې ګډون کوي او عمومي اسمبلۍ ته به وینا وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نیویارک ته رسېدلی او د غونډې ترڅنګ به له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو سره په ناستو کې ګډون کوي.

 

پاکستان وايي، د ایران جګړه، د منځني ختیځ وضعیت، فلسطین، کشمیر او د سیمې امنیت به د پاکستان په خبرو کې شامل وي. افغانستان د ملګرو ملتونو غړی دی، خو تر اوسه د طالبانو د حکومت د کوم لوړپوړي استازي د ګډون اعلان نه دی شوی.

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د طالبانو حکومت ته نه ده سپارل شوې. د افغانستان دایمي ماموریت د ناصر احمد فایق په سرپرستۍ فعالیت کوي او تمه ده چې د افغانستان استازیتوب د همدې ماموریت له لارې وشي.

 

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱م کال راهیسې هڅه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوي استازي ته وسپارل شي، خو تر اوسه یې غوښتنه نه ده منل شوې.

 

د ملګرو ملتونو د غونډې ترڅنګ د افغانستان په اړه هم جلا خبرې ټاکل شوې دي. تمه ده چې د افغانستان وضعیت، بشري مرستې، د ښځو او نجونو حقونه او د سیمې امنیت پکې مطرح شي.

 

د فرانس ولسمشر اېمانوېل مکرون هم د ګډون کوونکو مشرانو په ډله کې دی، خو د چین ولسمشر ،شي جین پینګ، د روسیې ولسمشر ،ولادیمیر پوتین، او د هند وزیراعظم ،نرېندرا مودي، په خپله غونډې ته نه ورځي.

 

د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې غونډې هر کال په نیویارک کې کېږي او د نړۍ مشران پکې د خپلو هېوادونو دریځونه وړاندې کوي.