د اعظم ورسک په چاودنه کې د تباه شوي تیلو پمپ مالک، حاجي عبيد الله انور، د خېبر پښتونخوا له حکومت او اړوندو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوي مالي زيانونه زر تر زره جبران کړي او ورسره بېړنۍ مالي مرسته وکړي، څو وکولای شي خپل کاروبار بېرته پېل کړي.
شال نیوز سره په خبرو کې هغه ويلي، چې ځانمرګي بريد کې د ده ‘آفتاب تېلو پمپ’ په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ورته تر يو کروړ روپيو زيات مالي زيان اوښتی او اوس د دې توان نه لري چې خپل روزګار بيا پېل کړي.
د حاجي عبیدالله انور په وینا، دا چاودنه ،د مې په ۴مه، ماښام وخت کې، د امنيتي ځواکونو د يوې پوستې سره نږدې شوې وه، چې شدت يې ډېر زيات و. د چاودنې له امله شاوخوا ۱۵ زره ليټره تېل، د تېلو ماشينونه، اته خونې، برېښنايي نظام، ټرانسفارمر او سولر سيستم له منځه تللي دي.

هغه زياته کړې، چې د چاودنې پر مهال په پمپ کې ولاړې ګڼې موټرې هم تباه يا سختې زيانمنې شوې دي، چې پکې د نير جان ويټز، د ثواب دري خېل مزدا، د خير ګل غلام خېل ډاټسن، د جمشېد کونډکۍ فیلډر او نورې موټرې شاملې دي.
د راپورونو له مخې، د عمران تېلو پمپ ته هم زيان رسېدلی او د مولانا اشرف الدين مدرسه په بشپړه توګه نړېدلې ده، چې له امله يې يو شمېر زده کوونکي ټپيان شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې په دې پېښه کې دوه د تېلو پمپونه، يو مدرسه، ګڼ دوکانونه او څو موټرې سخت زيانمن شوي دي، او له حکومت څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ ځايي کسان ټپیان شوي دي.

ظفر وزير