مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې نن، دوشنبه د سپتمبر ۲۱مه، د سروکۍ تحصیل او سب ډویژن په ځینو سیمو کې د سهار له شپږو بجو تر ماښام اتو بجو پورې کرفیو ده.
د ډپټي کمشنر ،عرفان علي، له دفتره په جاري شوي حکم کې ویل شوي دي، چې د کرفیو پر مهال به د خلکو او ګاډو پر تګ راتګ بندیز وي او بازارونه به هم تړلي وي. د حکم له مخې، د سروکۍ ـ مولې خان سرای ـ رغزۍ ـ بروند ـ سپینکۍ او چغملای ـ سپلاتوي ـ شاهور ـ مادي جان پر لارو به تګ راتګ بند وي.
پولیس، امنیتي ځواکونه، امبولانسونه، د اور وژنې عمله او نور بېړني خدمات له بندیزه مستثنا دي. د پولیو کارکوونکو ته هم د خپل شناخت له ښودلو وروسته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.
ضلعي انتظامیه وايي، کرفیو د امنیتي وضعیت او د خلکو د خوندیتوب لپاره د ۱۴۴مې دفعې لاندې لګول شوې ده. په حکم کې د کومې ځانګړې امنیتي پېښې یادونه نه ده شوې.


ظفر وزير