ګوادر (شال نیوز) : د بلوچستان د ګوادر مرستیال کمېشنر نقیب الله کاکړ ،د سپتمبر په ۲۱مه، یو پنځه کلن ماشوم ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل او په دې توګه یې په ضلعه کې د پولیو پر ضد د ملي کمپاین په رسمي توګه پېل وکړ.
په دې مناسبت خپلو خبرو کې مرستیال کمېشنر وویل، چې په ګوادر ضلعه کې باید تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکی هېڅ ماشوم د پولیو له مخنیوي څاڅکو څخه پاتې نه شي. هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د اغېزمنې همغږۍ، پراخې څارنې او پر وخت اقداماتو له لارې دې کمپاین بریالی کړي.
نقیب الله کاکړ له والدینو، ښوونکو، علماوو او د ټولنې له ټولو برخو څخه غوښتنه وکړه چې له روغتیا ادارې او ضلعي انتظامیې سره بشپړه همکاري وکړي او خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.
مرستیال کمېشنر د مایکرو پلاننګ پر اغېزمن توګه عملي کولو، د پولیو ټیمونو پر روزنې، د واکسین او اړینو وسایلو پر وخت رسولو، د ټولنې د بسیج او د پاتې ماشومانو د سمدستي پوښښ د یقیني کولو لارښوونه وکړه.
نوموړي وویل، چې د یونین کونسل، تحصیل او ضلعې په کچه به هره ورځ د کمپاین د فعالیتونو او کارکردګۍ ارزونه کېږي.
د ضلعې د روغتیا افسر ډاکټر یاسر طاهر وویل، چې د پولیو پر ضد ملي کمپاین به د ۲۰۲۶م کال د سپتمبر له ۲۱مې تر ۲۴مې پورې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به په ګوادر ضلعه کې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکو ۳۵ زره ۶۶۴ ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د هغه په وینا، د کمپاین لپاره ۱۶۶ ګرځنده ټیمونه، ۲۰ څارونکي، ۳۸ ایریا انچارجان، ۲۹ ثابت مرکزونه او ۱۲ ټرانزیټ پواینټونه جوړ شوي دي.
په دې موقع د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر اورنګزیب، د نېشنل پروګرام همغږي کوونکی ډاکټر عبدالواحد، د میر عبدالغفور کلمتي ټیچنګ روغتون استازی ډاکټر عبدالمجید، مرستیال ضلعي روغتیا افسر ډاکټر فاروق، د پي پي اېچ ایي ضلعي منیجر ډاکټر منیر احمد او د روغتیا ادارې نور چارواکي هم موجود وو.


نعيم اچکزئي