باجوړ کې د ډزو په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي. د پوليسو د سرچينو له مخې، لومړۍ پېښه د خار تحصيل د کوټوالو خوړ په سيمه کې رامنځته شوې، چرته چې د نامعلومو کسانو په ډزو ،د ترخو ماموند اوسېدونکی محمد يوسف د محمد ګل زوې، پر ځای وژل شوی دی.

 

دویېمه پېښه د سلارزو تحصيل د کوډيګۍ بانډې په سيمه کې رامنځته شوې، چرته چې د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو، د دره بانډه سلارزو اوسېدونکی ممتاز د ميثل خان زوې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د سرکل ډي اېس پي پوليس ،جمال شاه، د دواړو پېښو پخلی کړی دی. د پوليسو په وينا، له دواړو پېښو وروسته پلټنې پېل شوې دي او د نامعلومو بريدګرو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.