په کوهاټ کې د سپتمبر د ۱۸مې وروستی ترهګریز برید یو ځل بیا د پښتنو د اوږدې غمیزې دردناکه انځور وړاندې کړ. د پولیسو پر مرکز د ځانمرګي برید او وسله والې نښتې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان، چې ۱۶ یې پولیس وو، ووژل شول او له سلو ډېر کسان ټپیان شول. پولیس او د هغوي کورنۍ د جمعې د لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي وو.
دا قربانیان ترهګر نه وو. هغوي پولیس، کورنۍ او عام پښتانه وو چې یو ځل بیا یې د ترهګرۍ بیه په خپلو وینو ورکړه.
خو له بده مرغه، د ترهګرۍ له هرې پېښې وروسته داسې سیاسي او رسنیزې څرګندونې هم مخې ته راځي چې د ترهګرۍ پړه په پښتنو او پښتني ټولنه اچوي. د پنجاب اعلا وزیرې ،مریم نواز، د پنجاب لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د ګاونډیو صوبو د زیات امنیتي ګواښ خبره وکړه.
په ایکس کې پخواني وفاقي وزیر ،فواد چوهدري، د افغانستان او خیبر پښتونخوا روانه جګړه د «قبایلي او مذهبي جګړې» په توګه تشریح کړه او ټي ټي پي او نورې ډلې یې د پښتنو د قبایلي شخړو له چوکاټ سره وتړلې. د پیمرا پخواني مشر او خبریال ،ابصار عالم، په اړه هم نیوکه شوې چې هغه پښتون ملتپال چې د دې ډول څرګندونو مخالفت کوي، په نسل پرستۍ تورنوي.
خو د ترهګرۍ پر وړاندې د پښتنو اعتراض نسل پرستي نه ده. ترهګر یو فرد یا وسله واله ډله ده، قام نه دی. د څو وسله والو اعمال د میلیونونو پښتنو پر ټول قام تپل خپله د تعصب یوه بڼه ده. د پنجاب سیاستوالو او ژورنالېستانو ته باید دا هم یاد کړل شي چې ترهګري د کوم یو قام ځانګړنه نه ده.
د پاکستان په خپله رسمي فهرستونو او امنیتي مطالعاتو کې د پنجاب له خاورې سره تړلې ګڼې وسله والې ډلې ثبت شوې دي. د پنجابي طالبان په نوم هغه وسله والې شبکې هم موجودې وې چې د پنجاب له وسله والو ډلو څخه جوړې شوې او له ټي ټي پي سره یې اړیکې پیدا کړې.
د پنجاب له جهنګ څخه راټوکېدلې سپاه صحابه پاکستان او د هغې وسله واله څانګه لشکر جهنګوي ،او همدارنګه لشکر طیبه او جیش محمد، د پنجاب له مهمو وسله والو شبکو سره تړاو لري.
د دې اور تاریخي ریښې
د نن ورځې ناامني له افغانستان او سیمې سره د پاکستان له تېرو ستراتیژیکو سیاستونو جلا نه شي کېدی. د شوروي ضد جګړې پر مهال پاکستان د افغان مجاهدینو لپاره د امریکا او نورو هېوادونو د مرستو په رسولو کې مهم رول درلود.
د پاکستان پخواني د ایي اېس ایي مشر ،جنرال حمید ګل، په ۲۰۱۰م کال کې په ښکاره وویل چې د افغان طالبانو په رامنځته کېدو کې د خپلې مرستې له امله پښېمانه نه دی. کرنل امام، چې د ایي اېس ایي له مهمو افسرانو څخه و، هم د افغان جنګیالیو د روزنې په اړه په ښکاره خبرې کړې وې او د طالبانو د جوړېدو او پراختیا له مهمو پاکستاني اړیکو څخه ګڼل کېده.
پښتنو مشرانو، په ځانګړي ډول باچا خان او خان عبدالولي خان، له ډېرې مودې مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان او پښتني سیمې باید د بهرنیو قدرتونو او سیمه ییزو ستراتیژیو د جګړو په میدان بدلې نه شي. د هغوي خبرداری دا و چې د جګړې هغه اور چې بلېږي، یوه ورځ به د هغو خلکو تر کورونو هم ورسېږي چې فکر کوي کنټرولولی یې شي.
د ښه او بد طالبانو سیاست
وروسته د (ښه طالبانو او بد طالبانو) تګلارې دغه ستونزه لا پسې ژوره کړه. ځینې وسله والې ډلې د ستراتیژیکو موخو لپاره ګټورې ګڼل کېدې، خو هغه ډلې چې د پاکستان پر ضد ودرېدې، دښمنې وبلل شوې. پښتون ملتپالو له کلونو راهیسې پر دې تګلارې نیوکه کوله او خبرداری یې ورکاوه چې وسله والې ډلې د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول په پای کې د هماغې سیمې خلکو ته مرګ او تباهي راوړي.
د ټي ټي پي سره مذاکرات او د عمران خان نوم
په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مذاکراتو پر مهال دې ډلې د منځګړیتوب لپاره د پاکستان د ځینو مهمو سیاسي او مذهبي څېرو نومونه وړاندې کړل. په لومړني لست کې عمران خان، مولانا سمیع الحق، مولانا عبدالعزیز، د جماعت اسلامي محمد ابراهیم او مفتي کفایت الله شامل وو.
د دې خبرې یادول د دې لپاره مهم دي چې وښيي په هغه وخت کې د پاکستان په سیاسي چاپېریال کې د ټي ټي پي په اړه د خبرو او مذاکراتو تصور څومره پراخ و. د خیبر پښتونخوا د تحریک انصاف حکومت هم د سولې د مذاکراتو ملاتړ کاوه او د بهیر د اسانتیا خبره یې کوله.
د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا حکومت
د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف رول هم له دې بحثه جلا نه شي کېدی. د تحریک انصاف پخواني اعلا وزیر پروېز خټک حکومت په ۲۰۱۴م کال کې د ټي ټي پي لپاره په پېښور کې د دفتر د پرانیستلو امکان د سولې د مذاکراتو په چوکاټ کې مطرح کړی و.
خټک هغه مهال د طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو ملاتړ کاوه. د تحریک انصاف پر اوسني سیاسي دریځ هم منتقدین نیوکه کوي چې د ټي ټي پي په اړه د ګوند او صوبایي حکومت دریځ تل په کافي اندازه روښانه او مستقیم نه وي.
اصلي نیوکه پر سیاسي ابهام، د طالبانو په اړه پخوانیو نرم دریځونو او د ټي ټي پي په اړه د روښانه او دوامدار دریځ اړتیا ده په ځانګړي ډول په داسې صوبه کې چې خلک یې د ترهګرۍ تر ټولو دروند بار وړي.
له پنجاب مه وهئ څخه تر پښتنو د ملامتولو پورې
په ۲۰۱۰م کال کې د پنجاب هغه وخت اعلا وزیر شهباز شریف د طالبانو په اړه داسې څرګندونې وکړې چې وروسته د (پنجاب مه وهئ) په نوم مشهوره شوې. هغه له طالبانو وغوښتل چې پنجاب ونه وهي او د مسلم لیګ نواز او طالبانو د پروېز مشرف پر ضد د ګډ دریځ یادونه یې وکړه.
خو نن، کله چې په کوهاټ، بنو، وزیرستان، باجوړ، پېښور او نورو پښتني سیمو کې پښتانه د ترهګرۍ قرباني کېږي، د همدې خلکو او سیمو پر وړاندې د شک او ملامتۍ ژبه اورېدل کېږي. که یو ترهګر له یوې صوبې څخه بلې ته ننوځي، دا معنا نه لري چې د هغې صوبې میلیونونه خلک ترهګر دي.
پښتانه د ترهګرۍ قربانیان دي
پښتنو خپل پولیس، قامي مشران، ښوونکي، خبریالان، سیاسي فعالان او ماشومان او خویېندې، مئېندې له لاسه ورکړي دي. د هغوي کورونه، بازارونه او کلي د ترهګرۍ له امله ویجاړ شوي او زرګونه کورنۍ د جګړو او ناامنۍ له امله بېځایه شوې دي.
کوهاټ هم د همدې اوږدې غمیزې یوه بله وینهوینه پاڼه ده.
پښتانه ترهګر نه دي؛ پښتانه د ترهګرۍ قربانیان دي.
د ترهګرۍ مسوولیت باید د هغو کسانو او ډلو پر غاړه وي چې بریدونه کوي، او د هغو سیاستونو او ادارو په اړه باید حساب وغوښتل شي چې د شته تاریخي اسنادو له مخې یې د وسله والو شبکو په رامنځته کېدو او دوام کې رول درلود، نه د یو بشپړ قوم پر غاړه.
هغه اور چې د ستراتیژیکو موخو لپاره بل شي، تل د بلونکي په خوښه نه سوځي. پښتانه نن هم د هماغه اور بیه پرې کوي.


اسد الله مایار