لکي مروت : د لکي مروت پولیس وايي، وسله والو ،د سپتمبر په ۱۹مه، د شاه حسن‌ خېلو سیمې ته نږدې ثناءالله نومي یو ټولنیز فعال تښتولی و او وروسته یې په غرنیو سیمو کې وژلی دی. د پولیسو په وینا، د ثناءالله مړی ځايي خلکو موندلی او وروسته روغتون ته رسول شوی دی.

 

ثناءالله د یوې ځايي فلاحي ادارې مشر او د شاه حسن‌ خېلو د امن کمېټۍ د مشر مشتاق خان ورور و. پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې د هغه د تښتولو او وژلو تر شا څوک دي او د پېښې ذمه واري هم کومې ډلې نه ده منلې.

 

په یوه جلا پېښه کې، پولیس وايي، د همدې ضلعې د دره پېزو سیمې ته نږدې د بنو ـ ډېره اسماعیل خان پر انډس لویه لار د پولیسو او شکمنو غلو ترمنځ ډزې شوې دي.

 

د پولیسو په وینا، په دې نښته کې یو مطلوب کس وژل شوی دی. چارواکو د وژل شوي کس د هویت او د هغه پر ضد د ثبت شویو قضیو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.