کوټه : پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، چې د بلوچستان په پنجګور او چاغي ضلعو کې یې ،د سپتمبر په ۱۹مه، په دوو استخباراتي عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژلي دي.
د چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو د پنجګور په ګوارګو سیمه کې د وسله والو د موجودیت د معلوماتو پر بنسټ عملیات وکړل. چارواکي وايي، د ډزو پر مهال پنځه وسله وال ووژل شول او له سیمې وسلې او مهمات ترلاسه شول. د وژل شویو پنځو کسانو مړي د پنجګور ضلعي مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، چې په چاغي ضلعه کې هم د امیري اباد او سیها چنګ په سیمو کې استخباراتي عملیات شوي دي. د دوي په وینا، د ډزو پر مهال د یوې ناقانونه وسله والې ډلې شپږ کسان وژل شوي او وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي. چارواکو ویلي چې په چاغي کې عملیات لا روان دي.
د امنیتي چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو خپلواک تایید نه دی شوی او تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.


نعيم اچکزئي