کوز سویلي وزیرستان کې په بېلا بېلو سیمو کې د هیلي کاپټرو له لارې خبرتیايي پاڼې غورځولی شوې دي، چې پکې ځایي خلکو ته سخت خبرداری ورکړل شوی دی.

 

په دغو پاڼو کې ویل شوي دي، چې د وسلوالو لخوا عام خلک او د هغوي ماشومان د ډال په توګه کارول ګېږي، او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خپل ماشومان دې له دغو عناصرو لرې وساتي. په پیغام کې دا هم ویل شوي دي چې که کوم زیان رامنځته کېږي، نو مسوولیت به یې پر خلکو وي.

 

دا ډول پیغامونه د هیلي کاپټرو له لارې خپرېدل عموماً د امنیتي حالاتو د خرابېدو او د احتمالي عملیاتو نښه بلل کېږي.

 

څو ورځې وړاندې د برمل تحصیل په ځینو سیمو کې د وسلوالو له لوري هم ورته پاڼې وېشل شوې وې، چې پکې له خلکو سره د خواخوږۍ او د هغوي د خدمت کولو ژمنې شوې وې.

 

شنونکي وايي، د دواړو خواوو له لوري دا ډول پیغامونه د دې ښکارندويي کوي چې په سیمه کې حالات ورځ تر بلې پېچلي کېږي او خلک باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

ځايي خلکو ته سپارښتنه شوې چې د خپل ځان ترڅنګ د خپل شاوخوا خلکو خوندیتوب ته هم جدي پام وکړي.