کابل : د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر ،عبداللطیف منصور، ویلي دي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو ازادي او د نجونو زده کړې د دوي د حکومت د نه رسمیت پېژندلو لپاره د «پلمې» په توګه کاروي.
ښاغلي منصور ،د سپتمبر په ۲۰مه، ویلي دي، چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو مسئله د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو له موضوع سره تړل شوې ده. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه دا مسئله د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو لپاره د دلیل په توګه وړاندې کوي.
خو ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو ویلي دي، چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه له کابل سره د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.
طالبانو له ۲۰۲۱م کال راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ منع کړې دي. د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې یې پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ هم بندیز ولګاوه.
طالبان وايي، د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي، پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه باید لرې شي.


شال نیوز