کوهاټ : د کوهاټ پر زاړه پولیس لاینز د برید په اړه د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، رسمي مقدمه درج کړې ده. په اېف ایي ار کې د برید د څرنګوالي په اړه نوي جزیات هم ورکړل شوي دي.
د اېف ایي ار له مخې، بریدګرو لومړی له چاودېدونکو موادو ډک موټر د زاړه پولیس لاینز له دروازې سره وجنګاوه او چاودنه یې وکړه. له چاودنې وروسته وسله والو ډزې پېل کړې او د ډزو په ترڅ کې پولیس لاینز ته ننوتل.
په مقدمه کې ویل شوي دي چې بریدګرو د نښتې پر مهال لاسي بمونه هم وکارول. په برید کې دولتي او شخصي ودانیو او نورو شتمنیو ته هم زیان رسېدلی دی.
پولیس وايي، مقدمه د کوهاټ سټي پولیس تاڼې د مشر په شکایت د ناڅرګنده بریدګرو پر ضد درج شوې ده. په مقدمه کې د ترهګرۍ، قتل او د قتل د هڅې په ګډون بېلابېلې مادې شاملې شوې دي.
دا د برید او ورپسې د امنیتي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د تحقیقاتو نوی پرمختګ دی. چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې وسله وال د لومړۍ چاودنې وروسته د پولیس لاینز بېلابېلو برخو ته ننوتلي وو او له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره یې نښته کړې وه.
د برید د مرګ ژوبلې په اړه په خپرو شویو راپورونو کي بېلابېل شمېرونه ورکړل شوي دي.


شال نیوز