کلات : د پاکستان پوځ وايي، چې د بلوچستان په کلات ضلعه کې یې د کوټې ـ کراچۍ پر اېن ـ ۲۵ لویه لار د عملیاتو پر مهال ۲۳ تښتول شوي کسان ژغورلي او پنځه وسله وال یې وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي اېس پي ار، په یو بیان کې ویلي دي چې وسله والو د سپتمبر د ۱۸مې او ۱۹مې ترمنځ شپه کې پر لویه لار ناکه جوړه کړې وه، موټر یې درولي وو او یو شمېر کسان یې تښتولي وو.
پوځ وايي، چې امنیتي ځواکونو وروسته په سیمه کې عملیات وکړل او ۲۳ تښتول شوي کسان یې وژغورل. د بیان له مخې، په عملیاتو کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.
ایي اېس پي ار وايي، له سیمې شپږ ټرکونه، درې بسونه، دوه موټر، وسلې او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي. د پوځ په وینا، په شاوخوا سیمو کې د نورو وسله والو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د وسله والو د مرګ ژوبلې، د تښتول شویو کسانو د شمېر او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه د پوځ معلومات تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.


نعيم اچکزئي