کوټه : د پاکستان د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر ،میر ضیا الله، لانګو وايي، چې حکومت داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښيي ځینې چارواکي، سیاستوال او غیر دولتي ادارې وسله والو ډلو ته مالي مرستې ورکوي.
ضیا لانګو ،د سپتمبر په ۱۹مه، ویلي دي، چې د پاکستان استخباراتي ادارو د دغو دعوو په اړه معلومات راټول کړي دي. نوموړي د دغو څرګندونو پر مهال د هغو چارواکو، سیاستوالو یا ادارو نومونه نه دي اخیستي چې ګواکې وسله والو ډلو ته پیسې ورکوي.
د هغه د دعوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، چې د صوبې حکومت هڅه کوي چې د پولیسو، لیویز او نورو امنیتي ادارو ترمنځ همغږي او د معلوماتو شریکول لا پیاوړي کړي.
بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي ستونزو او د وسله والو ډلو له فعالیتونو سره مخ دی. په دغه صوبه کې د بېلابېلو وسله والو ډلو له خوا د امنیتي ځواکونو، دولتي تاسیساتو او ملکي وګړو پر وړاندې د بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې څو ځله ویلي چې د وسله والو ډلو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.


شال نیوز